د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر نن يو سپين کتاب خپور کړ چې عنوان يې دی، د چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي اصطکاک واقعيت او د چين دريځ. د دې کتاب د خپرېدو موخه دا ده چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو واقعيت څرګند شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اصطکاک په اړه د چين دريځ ښکاره شي او په مناسب ډول د اړوندو مسئلو د ليرې کولو هڅه وشي. دغه سپين کتاب کابو ۳۶ زره کلېمې او شپږ برخې لري. په دې کتاب کې ليکل شوي، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره او هم د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. له اوږدې مودې راهيسې، دواړو خواوو د عدالت او پر يو لوري د روانېدو پر اصولو د اقتصاد د ډيالوګ او همغږۍ په برخه کې يو لړ ميکانيزمونه جوړ کړي چې له کبله يې په تېرو نږدې ۴۰ کلونو کې د دواړو خواوو اقتصادي او تجارتي اړيکو د بېلا بېلو خنډونو په ليرې کولو سره پرمختيا موندلې او د دواړو خواوو ترمنځ د سياسي اړيکو بنسټ او هڅوونکی قوت ګرځېدلی دی. خو په ۲۰۱۷ کال کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا د نوې دورې حکومت تر راتګ وروسته، د امريکا د لومړيتوب په پلمه يې د متقابل باور او مساوي همغږۍ په شمول نړيوال مقررات تر پښو لاندې کړي او يو اړخيزه تګلاره، د سوداګرۍ ساتونکي غوښتنه او د اقتصاد زورواکۍ غوښتنې يې غوره کړې دي. د دې ترڅنګ، هغه پر ډېرو هېوادونو او سيمو، په تېره بيا پر چين پې ځايه نيوکې کړې دي، د چيني صادراتو د ګمرکي تعرفو د زياتولو په شمول يې ځيني اقتصادي ګواښونه کړي او غواړي چې پر چين د فشارونو په اچولو سره خپلې ګټې زياتې کړي. په داسې حال کې، چين پر دې اصل ټينګار کړی چې بايد د خبرو اترو او مشورو له لارې شخړې حل شي، په ورته وخت کې چين د يو لړ ستونزو په ليرې کولو سره له امريکا سره څو پړاويزې خبرې اترې وکړې او د مسئلو د ليرې کولو لپاره يې واقعي لايحې وړاندې کړې او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو د ثابتولو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. خو امريکا څو ځلې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې او په پر له پسې توګه يې نوې مسئلې وړاندې کړي چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ تجارتي شخړه په لنډه موده کې سخته شوې، د دواړو خواوو اقتصادي او تجارتي اړيکې خرابې شوي او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او ازاد سوداګريز اصول له ګواښونو سره مخ دي. نو چين له امريکا سره د اقتصادي او تجارتي اړيکو د واقعيتونو د څرګندولو، د دواړو خواوو د اقتصادي او تجارتي اصطکاک په اړه د خپل سياسي دريځ د بيانولو او په مناسب ډول د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره دغه سپين کتاب خپور کړ. په دې سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې چې د چين او امريکا لپاره همکاري يوازينی سم انتخاب دی او ګډ برياليتوب د ښې راتلونکې د تر لاسه کولو کيلي ده.