د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا راپور ورکړی دی چې یاد هېواد غواړي ځینې اډې په افغانستان کې ولري. که څه هم طالبانو په وار وار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې په دوبۍ او قطر غونډو کې یې له امریکایي لوري سره له افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي خو راپورونه وایي چې امریکا له طالبانو نه په افغانستان کې د ځینو اډو غوښتنه کړې ده. سرچینه کاږي چې اماراتو او سعودي عربستان امریکا سره د سترې ونډې په بدل کې ژمنه کړې چې طالبان به د امریکایي لوري د غوښتنو منلو ته وهڅوي. ایکسپریس ټربیون د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی لیکلي چې امریکا هڅه کوي پر طالبانو خپلې ځینې اډې ومني. سرچینې ویلي چې امریکایي لوری به د دې اډو په درلودلو سره د افغانستان په امن کې هیڅ رول ونه لري خو دا اډې یې د سیمې د ثبات لپاره مهمې بللې دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو چې د افغانستان ستراتیژیک موقیت ته په پام امریکا له افغانستانه د وتلو پلان نه لري.