د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون پای ته ورسېد. دغه سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې ۱۱ میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شو. روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.