له څه کم درې میاشتني ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ ناوخته د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له کابل ولایت څخه ۳۳ وکیلان ولسي جرګې ته په ابتدايي لېست کې بریالي شوي دي. د دوی په خبره ۹ ښځينه او ۲۴ نارینه نوماندانو له کابل ولایته ولسي جرګې ته لار موندلې ده.
کابل د هېواد له هغو ولایتونو دی چې تر ټولو ډېر نفوس لري او د نوماندانو شمېره هم پکې ډېره وه. په دغه ټاکنیزه حوزه کې د ټاکنو په بهیر او بیا وروسته د رایو د شمېرنې په جریان کې د پراخ فساد او درغلۍ تور شته دی. د همدې تورونو او شکایتونو په لړ کې یو ځل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دغه حوزې رایې باطلې اعلان کړې او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه یې وغوښتل چې دلته ټاکنې بیا ځلي ترسره کړي. خو د حکومت د مداخلې له امله د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرنې ته ادامه ورکړه، چې پرون یې د دغو ټاکنو نتایج اعلان کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد هم اعتراف وکړ چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې ستونزې وې، ځکه له همدې امله د دغو پایلو په اعلان کې ځنډ راغی. بل پلو مدني فعالین، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او یوشمېر معترض نوماندان بیا وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخپله فساد ته زمینه برابره کړې وه. د دوی په خبره، دغه کمېسیون د رایو د بیا شمېرنې پر مهال فساد ته لار هواره کړه او دغه بهیر د رایو د پلور او پېر په بازار بدل شو.
وړمه ورځ بیا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي وو، چې د ټاکنو د پایلو ځنډ او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې روان فساد او ستونزو د خلکو حوصله ختمه کړې ده. هغه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په دغو کمېسیونونو کې فساد او شته ستونزو ملت او دولت دواړه بې باوره کړي او یادو کمېسیونونو د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي دي. نوموړي ژمنه وکړه چې په ټاکنیزو بنسټونو کې به پراخ اصلاحات او تغیرات راولي، ځکه په خبره یې اوسنی کمېسیون له شته ستونزو سره نه شي کولی چې شفافې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. هغه وخت ټاکل شوې وه چې ډېرې ژر د دغو ټاکنو پایلې اعلان شي، خو په اعلان کې ځنډ د دې سبب شو چې ولس له ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت ناراضه شي. معترض نوماندان بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په فساد تورنوي او وایي چې پرونی لېست هم له ډېرو ستونزو ډک دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل، حاجي اجمل رحماني، الحاج عبدالقیوم خیرخواه، فدامحمد الفت صالح، احمدجاوید جیحون، ډاکتر رمضان بشردوست، خان اغا رضایي، الحاج امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، الحاج ملا محمدجان احمدي، الحاج اللهگل مجاهد، الحاج سیدمحمد محمدي، میر امان الله ګذر، حاجي خانمحمد وردګ، الحاج قاضي میر افغان صافی، اجمل ګلاب، احمد ضیا عظیمي شینوزاده، توفیق وحدت، عبیدالله کلیمزی وردګ، حاجي حفیظ الله جلیلي، حاجي محمدفرهاد صدیقي، انورخان اوریاخېل، حاجي زړګی حبیبي، حبیب الرحمان سیاف، نجیب الله ناصر، وکیله فاطمه نظري، مرسل نبي زاده، شینکۍ کړوخېل، روبینا جلالي، فوزیه ناصریار ګلدرهیي، مریم سما، سلیمه نېکبین، زهره نوروزی، جنرال نظیفه ذکي، په ابتدايي لېست کې له کابل ولسي جرګې ته بریالي شوي نوماندان دي.