د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره لیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربېره د زدهکړو په اړه هم خبرې شوې دي. نوموړی زیاتوي چې په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي زدهکړې د نارینه او ښځینه حق وباله او څرګنده کړې یې ده چې د دیني زدهکړو ترڅنګ عصري زدهکړې د ټولڼې پرمختګ ته لار هواروي. ورته مهال د کورنو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې تعليم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي پلاوي يې غوښتي چې په دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي. نوموړي ویلي، د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.