زرد چوبه یا کورکمن (Turmeric) په ځینو هېوادونو کې د پخلنځي مهمه برخه ګڼل کېږي، خو ډېر لږ خلک د دغه بوټي له روغتیايي ګټو خبر دي. زرد چوبه په بدن کې د سرطان په څېر د مهلکو ناروغیو پر وړاندې مقاومت کوي او سرطاني حجرات له منځه وړي. کورکمن د روغتیا لپاره ډېر زیات اړین دی؛ ځکه چې دغه خواړه په بدن کې د کیمیاوي موادو او یا هم له حجرو وتونکي اضافي مواد، کوم چې د انسان پر روغتیا ناوړه اغېز کوي، پر وړاندې یې مقاومت کوي او د زیان مخه يې نیسي. کورکمن د خپلو طبیعي خاصیتونو له امله په وجود کې د ناروغۍ پر وړاندې د دفاع دنده پر غاړه اخلي. په ځانګړي ډول د ټپونو د مېکروبي کېدو د مخنیوي خاصیت یې د سرطان ناروغۍ مخه نیسي او هغه سرطاني حجرات چې د کورکمن پر وړاندې جګړه کوي، په خپله له منځه ځي. په لومړي ځل کله چې د سرطان مېکروب بدن ته داخلېږي، نو په بدن کې شته کورکمن د خپلې دفاعي وړتیا په مرسته دغه مېکروب له منځه وړي. سرطاني مېکروب هغه مهال په بدن کې خپرېږي چې په بدن کې د کورکمن اندازه له ځانګړې اندازې څخه کمه وي.