انسان طبیعي موجود دی او د وجود ساعت یې په طبیعي شپې ورځې پورې تړلی، هغه څه چې مصنوعي او ټکنالوژیکي پرمختګ ګډوډ کړي دي .د کلوراډو پوهنتون د خوب او کرونوبیولوژي څانګې مشر کینټ ورایټ وايي: «زموږ معاصر چاپېریال زموږ دننه طبیعي ساعت ګډوډ کړی، خو چې موږ کله ویده شو، دا لا هم زموږ د وجود په داخلي ساعت پورې تړلې مسئله ده چې په ګډوډېدو یې خوب خراب شوی». نوموړی سپارښتنه کوي چې د اونۍ په رخصتیو کې د ټکنالوژۍ له نړۍ لرې طبیعي ژوند ستاسو د وجود ګډوډ شوی ساعت بېرته سمولی او خوب مو منظم کولی شي. ورایټ وايي، دا تجربه یې په اوړي کې هم څو ځلې تکرار کړې او ورته لاسته راوړنې یې لرلې دي. د کلوراډو پوهنتون دغه څېړونکی وايي، موږ هر چا ته نه وایو چې د ښه خوب په خاطر دې اوس غره په غره وګرځي، بلکې ښه دا ده چې په خپل ورځني ژوند کې طبیعي برخه ور زیاته کړو. نوموړی وايي، واړه واړه کارونه ستاسو په معاصر ورځني ژوند کې طبیعي تومنه زیاتولی شي. د ورځې لمر ته ځان ښکاره کړئ، پارک او طبیعت ته نږدې قدم ووهئ، له څراغونو، کمپيوټر، موبایل او نورو برېښنايي وسایلو لرې یو څه وخت تېر کړئ. د موټر پر ځای که واټن لنډ وي، پلي ولاړ شی او په دې توګه د خپل وجود طبیعي غوښتنې پوره کړی څو بیا د شپې ښه خوب وکړی.