د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر نن يو سپين کتاب خپور کړ چې عنوان يې دی د (چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي اصطکاک واقعيت او د چين دريځ .) په دې سپين کتاب کې ليکل شوي، د چين او امريکا اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او هم د نړۍ له سولې، سمسورتيا او ثبات پورې اړه لري. په دې کتاب کې د چين اته نظريې څرګندې شوي: چين په کلکه توګه د خپل هېواد احترام او مرکزي ګټې ساتي، چين له امريکا سره د اقتصادي او تجارتي اړيکو د مناسب پرمختګ د هڅولو لپاره په ټينګه سره کوښښونه کوي. چين د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم د بشپړولو لپاره د اصلاحاتو ساتنه او هڅونه کوي. چين توليدي حق او د پوهنې ملکيت حق په کلکه توګه ساتي، چين په کور دننه د بهرنيو سوداګرو قانوني حقونه ساتي. چين په ټينګه سره اصلاحات ژور او ورخلاصون پراخ کوي، چين له نورو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کوي. چين د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې له جوړېدو څخه کلک ملاتړ کوي.