چین په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چین ته سفر کړی و. نوموړي چین ته تر رسېدو مخکې لیکلي وو، هیله لري چې له چینايي لوري سره مثبتې او ګټورې خبرې ولري. زلمي خلیلزاد تېره ورځ له چینايي چارواکو سره لیدلي دي او په خبره یې دغه لیدنې ګټورې وې. د خلیلزاد په خبره چین ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. چینايي لوري ویلي چې افغانستان ته د سولې راتګ او په دغه هېواد کې د ثبات ټېنګېدل د ټولو په ګټه دی او چین هم دغه اقدامات ستایي. خلیلزاد ویلي په دې لیدنه کې ټينګار شوی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي او د سولې د خبرو پر مټ به دلته روانه جګړه پای ته رسول کېږي.