د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۸مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې بېجینګ د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو شورا وستایه، چې د مسلسل ۴۳م ځل لپاره يې له چین سره د دوستانه اړیکو ټينګښت تړون تصویب کړ. له دې ښکاري، چې عرب لیګ له چین سره د دوستانه اړیکو ټينګښت په اړه کلکه اراده لري.
څو ورځې مخکې د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو په ۱۶۰مې دورې شورا کې د چین په اړه پرېکړه لیک تصویب شو او پکې تائید شوې، چې عربي هېوادونه د یو چین پېژندنې له اصولو او د یو کمربند او یوې لارې له وړاندیز ملاتړ کوي او غواړي له چین سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي. په دغه پرېکړه لیک کې د سیمې د سولې او خوندیتوب د ساتلو په اړه د چین ديپلوماتیک کوښښونه هم وستایل شول. (هیله)