د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. ددغه وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي پېښه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده. په دې حوزه کې د ګرین ولېج په نامه د بهرنیانو کمپ دی او په موټر کې بار چاودېدونکي توکي د همدې کمپ له ديواله سره جنګول شوي دي. چاودنه خورا درنه وه او د کابل ښار تر ډېرو لرو پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوي دي. په پېښه کې د کمپ دوه ساتونکي او دوه پولیس وژل شوي او ۹۰ کسه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د چاودنې له امله شاوخوا کورونو او ودانیو ته سخت زیانونه اوښتي دي. د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.