ددغه ډلې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په ګرین زون کې د بهرنیو ځواکونو پر تاسیساتو ځانمرګی برید کړی دی. طالبان ادعا کوي چې په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو مهمې استخباراتي ادارې دي. خو په سیمه کې تر ډېره ټپیان شوي کسان ملکي وګړي دي. له پېښې وروستي معلومات ښيي چې ۱۱۴ کسان د چاودنې له امله ټپیان شوي او ۴ نور وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ټپیانو کې ماشومان، ښځې او سپین ږیري هم شامل دي.