پاکستان د سولې د خبرو په درشل کې ددغه ډلې یو مهم پخوانی چارواکی نیولی دی. طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله په پېښور کې نیولی دی. طالبان وايي پاکستان پر دوی د فشار لپاره دغه پخوانی چارواکی نیولی دی. ددغه ډلې سرچینو رسنیو ته ویلي دي، پاکستان هڅه کوي پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله د فشار له لارې له امریکا سره خبرو ته حاضره کړي نو په همدې لړ کې یې د ځينو کسانو نیول پيل کړي دي. پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. حافظ محب الله داسې مهال په پېښور کې نیول کېږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو لړۍ په ټپه درېدلې ده او ټاکل شوې چې خلیلزاد تر چین او افغانستان وروسته بیا پاکستان ته سفر وکړي.