رویټرز خبري آژانس په یوه مطلب کې لیکي چې د افغان سولې د مذاکراتو د ځای پر سر اختلافات د سولې په لار کې ستر خنډ دی. رویټرز د ځینو بهرنیو ديپلوماتانو له خولې لیکلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات اجازه نه ورکوي، چې د سولې خبرې په قطر کې وشي، خو بلخوا بیا ایران په عربستان او یا هم متحده عربي اماراتو کې د سولې د خبرو ملاتړ نه کوي. رویټرز وایي چې د بهرنیو هېوادونو ترمنځ دغه اختلافات د افغان سولې هڅو ته زیان رسولی شي او ښه به وي چې ښکېل لوري دې مسئلې ته متوجه وي. ديپلوماتیکو سرچینو ویلي د افغان سولې په اړه د بهرنیو اختلافات د سولې د بهیر په زیان دي او دغه اختلافات باید له منځه یوړل شي.