پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د انساني او بشري حقونو ضد ترهګریز بریدونه ملکي وګړو ته تلفات اړوي او د سولې هڅې زیانمنوي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره سپوږمۍ راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په کابل کې د تېرې شپې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندل شوی دی. په خبرپاڼه کې راځي چې د ترهګریزو بریدونو دوام د هېچا په ګټه نه دی، یوازې جګړه اوږدوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. نوموړي د تېرې شپې برید د ټولو انساني او بشري قوانینو او اصولو ضد عمل بللی دی او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې نور دې د ملکي وګړو وژل بند کړي. هغه ټینګار کړی چې دغه ډول پېښې د افغانستان د ثبات، سولې او امنیت دښمنان ترسره کوي او په دې توګه دوی ثابتوي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام پلویان دي.