د ملي امنیت شورا د سلاکار له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت به دترهګرو پر خونړیو فعالیتونو چوپ پاتې نه شي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، حکومت دمګړی په دې هڅه کې دی چې د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو اجماع پیاوړې کړي، خو ترهګر په خونړیو فعالیتونو او ترهګریزو بریدونو غواړي دغه هڅې سبوتاژ کړي. دده په خبره افغان حکومت د هر هغه برید غچ اخلي چې ملکي افغانانو او یا هم افغان پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. محب یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو افغان پوځیان د هغو کسانو ځپلو ته ادامه ورکوي چې د سولې مخالف دي او ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.