طالبانو ته نيږدې سرچينو، د حافظ محب الله د بيرته خوشي کيدو خبر ورکړی دی. حافظ محب الله تيره ورځ پيښور کې نيول شوی و او طالبانو ادعا کړې وه، چې پاکستان پر دغه ډله د فشار لپاره نوموړی نیولی دی. حافظ محب الله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د حج او اوقافو وزير و. ويل کيږي اماراتو کې د سولې وروستيو مذاکراتو کې هم، نوموړي د طالبانو په استازولی ګډون کړی و.