د افغانستان برېښنا شرکت وایي په ټول هېواد کې یې درې زره کسان او شرکتونه پوروړي دي. ددغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، چې په ټول افغانستان کې یې ۳ زره کسان او شرکتونه پوروړي دي او هڅه کوي چې د امنیتي ادارو په مرسته خپل پورونه ترې واخلي. دده په خبره له دې ډلې ډېری دغه کسان پورونه نه ورکوي خو د درنو جرمونو ادارې ته ور معرفي شوي دي. هغه له امنیتي ادارو غوښتي چې له یادو کسانو د پورونو په اخیستلو کې مرسته ورسره وکړي. توحیدي وايي چې ددغه کسانو لېست به ډېر ژر له رسنیو سره هم شریک کړي.