د افغان سولې خبرو لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن پاکستان ته ځي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به په پاکستان کې لومړی له چا سره وګوري. خلیلزاد مخکې تر دې له هندي او چینایي چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی دی. نوموړي چین ته د خپل سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، د چين له لوړ پوړو چارواکو سره یې د افغان سولې د خبرو د کاميابۍ په اړوند ګټورې خبرې شوې دي. هغه زیاته کړې دوی د افغان سولې د خبرو په لړ کې د سیمه ییز امنیت په اړه هم خبرې اترې کړې دي. هغه زیاته کړې، چینایي چارواکو ډاډ ورکړی دی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ته نږدې سرچینو تازه ویلي، له څه مودې راهیسي یې له امریکایي لوري سره خبرې په ټپه درېدلې دي.