په کابل کې د ناټو ملکي استازولۍ پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي. د ناټو د ملکي استازولۍ مرستیال پاټریک اندریوز د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې ګرېن ویلېچ ته څېرمه برید غندلی او ویلي یې دي چې طالبان باید نور د خپلو خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کارولو لاس واخلي او د سولې خبرو ته دې کېني. نوموړي زیاته کړې چې ناټو او متحدین به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه د ده په وینا هغوی د ترهګرو خلاف جګړه کوي چې د سولې لپاره زمینه برابره شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په کابل کې ګرین ویلیج ته څېرمه ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې تر سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په ورته وخت کې طالبانو ته نږدې سرچینو تازه راپور ورکړی چې له څه مودې راهیسي یې له امریکایي لوري سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.