د سولې عالي شورا وایي، سره له دې چې د سولې په اړه خبرې محتاطانه او ارامې روانې دي، خو هیلې شته چې په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره شي. یادې شورا په دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ په کچه د سولې اړوندې خبرې اترې یو مثبت ګام بللی دی. د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، دغه شورا له ټولو هغو سیمه ییزو او نړیوالو اقداماتو چې له افغان دولت سره په همغږۍ ترسره کېږي او د مذاکراتو د پیل لامل ګرځي، هرکلی کوي. طاهري د سعودي غونډې ته په اشارې وویل، دا غونډه لغوه شوې نه ده او د سولې عالي شورا هیله منده ده څو د سعودي عربستان په مرسته وکړای شي د سولې پروسې د ملاتړ لپاره د جدې د ناستې نیټه اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې هڅو پر دوام د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سعودي ته تللی دی.