افغانستان او د خیبر پښتونخوا حکومت د دولت په دولت او د ولسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې چې په راتلونکو وختونو کې به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن پېښور کې د خیبر پښتونخوا له لومړي وزیر محمود خان سره لیدلي او د افغان سولې د روانو هڅو په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو مسئلو خبرې اترې کړې دي. د پېښور د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې محمود خان ویلي چې افغانستان کې دایمي امن د ټولې سیمې په ګټه دی او افغان شخړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي. بیان کې دغه راز راغلي چې ددغې لیدنې پر مهال افغان سفیر لطف الله مشعل دپښتونخوا لومړي وزیر ته د ولسمشر غني یو ځانګړی پیغام هم سپارلی دی خو ددغه پیغام جزیات نه دي په ډاګه شوي.