سناتوران وايي، د سولې د راوستو او امنیت د تامین لپاره پیل شوې هڅې اغېزناکې نه دي. د مشرانو جرګې غړو تېره ورځ په خپله عمومي غونډه کې په هېواد کې پر روان امنیتي وضعیت او همدا راز د سولې پر روانو هڅو خبرې کړې دي. د سناتورانو په خبره، د حکومت او امریکا له لوري د سولې او امنیت د راوستو په برخه کې پيل شوې هڅې تر ډېره نیمګړې دي او تبلیغاتي بڼه لري. دوی وايي، د افغانستان روانه جګړه د ګاونډیو د لاسوهنې له امله اوږده شوې ده او که امریکا په رښتیا غواړي چې افغانستان ته سوله راولي، نو تر هر څه وړاندې باید د افغانستان له ګاونډیو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
سناتورانو د سولې په اړه مفصل بحثونه درلودل او سیمې ته یې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر و ارزاوه. دوی وویل چې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي، امریکا هم داسې ښيي چې په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي، خو د پردې تر شا ښایي پېچلې معاملې روانې وي.
د مشرانو جرګې غړي نظر محمد فقیري ويلي، د سولې مذاکرات او په دې برخه کې پيل شوې هڅې به تر هغه مثبته پایله و نه لري، څو چې امریکا له ګاونډیو هېوادونو سره هوکړې ته نه وي رسېدلې. د فقیري په خبره، په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو په تېره د پاکستان له خاورې تنظیم کېږي، نو امریکا ته په کار ده چې تر هر څه وړاندې پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه را وګرځوي. نوموړي زیاته کړې: «پاکستان او امریکا د پردې تر شا لوبه روانه کړې ده. دوی غواړي د افغان سولې پر سر معامله وکړي، له دې ور هاخوا امریکا پر پاکستان پوره نفوذ لري او کولی شي پر دغه هېواد فشار راوړي چې د طالبانو ملاتړ پرېږدي او د جګړې پر ځای یې د سولې خبرو ته وهڅوي.»
هغه ټینګار وکړ، تر هغې چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو سره هوکړې ته نه وي رسېدلې، دلته به روانه جګړه هم ختمه نه شي، ځکه د افغانستان ګاونډیان خپله ګټه دلته د جګړې په دوام کې ویني.
بل پلو سناتوران په کابل او ځینو ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت له لوري پیل شوي اقدامات د امنیت په راوستو کې ګټور او اغېزناک نه بولي. سناتورانو د سولې ترڅنګ د تېرې ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. د دوی په خبره، د سولې د خبرو له تودېدو سره سم په هېواد کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي او حکومت د وضعیت په مدیریت او کنټرول کې ناکام دی.
دوی په کابل کې د وړمې ورځې برید ته په اشارې سره وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د کورنیو چارو وزارت نوي پلانونه هم بریالي نه دي او یوازې یې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي. د سناتورانو په خبره، د کورنیو چارو وزارت کړنې نمایشي دي او د دغو اقداماتو په ترسره کولو هېواد ته امنیت نه شي راتللی.
د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار وویل، نویو پلانونو هېڅ ګټه نه ده کړې، ځکه ترهګرو یو ځل بیا هم د تېر په څېر خونړی برید وکړ او لا هم د دوی د بریدونو لړۍ ادامه لري.
سناتورانو پر حکومت غږ وکړ چې د خلکو د امنیت تامین ته دې عملي او هر اړخیز پلانونه جوړ کړي او په ښار کې د مانورونو په ترسره کولو دې ولس نه تېر باسي، بلکې د رښتیني امنیت لپاره دې مټې رابډ وهي. په ورته وخت کې ځینو سناتورانو بیا د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات د امنیت لپاره ګټور بللي دي.