د مڼې سرکه له هغو مشروباتو څخه ده چې د روغتیايي څېړنو او روغتیايي کارپوهانو په خبره، کولی شي انسان له مختلفو روغتیايي ستونزو او ناروغیو وژغوري. دغه سرکه لاندې ګټې لري:
۱- د زکام او خېټې د ناروغیو مخه نیسي
۲- د ګردې تيږه له منځه وړي
۳- د ځواني دانو په له منځه وړو او کمولو کې مرسته کوي
۴- په بدن کې د تېزابو توازن تنظیموي
۵- د زړه بدوالی له منځه وړي
۶- د زړه سوځېدو یا مزمن اسید اغېز له منځه وړي
۷- د ساه بندۍ په درملنه کې مرسته کوي
۸- د حساسیت په درملنه کې مرسته کوي
۹- د بندونو نقرص نومې ناروغۍ ته درمل دي
۱۰- د شکر په ناروغانو کې د ګلوکوز اندازه کموي
۱۱- د اضافي وزن او غوړو په له منځه وړلو کې مرسته کوي
۱۲- د وینې فشار ټیټوي
۱۳- د کلیسټرول اندازه کموي
۱۴- سرطاني حجرې وژني یا د غټېدو مخه يې نیسي
۱۵- د مفصلونو ناروغۍ درملنه کوي