ه نوې څېړنه کې له غرمې وروسته خوب کول ‘قیلوله’ د وینې فشار په کمولو، د مغز او د زړه د حملې په مخنیوي کې ګټور ثابت شوی دی. دغه څېړنه د اروپايي ژورنال د زړه ناروغیو اړوندې مجلې کې خپره شوې ده. د څېړنې پایلې ښودلې ده چې غرمه مهال نیم ساعت یا ډېر خوب کول د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګټور ثابتېږي. په دې څېړنه کې چې په یونان کې ترسره شوې ده، نږدې ۴۰۰ کسانو چې ۲۰۰ یې نارینه او ۱۸۶ یې ښځې وې او د وینې د فشار ستونزه یې لرله، ګډون کړی دی. په څېړنه کې دا هم ویل شوي، هغه څوک چې د ورځې په اوږدو کې خوب کوي، د هغو کسانو په پرتله یې فشار نورمال وي، چې ټوله ورځ ویښ او پر کار بوخت وي. د اتن اسکلپیون فولا عمومي روغتون څېړونکو ویلي، د غرمې هغه خوب (قیلوله) چې تر یو ساعت ډېرېږي، ګټه یې هم زیاتېږي. په څېړنه کې اصلي سړي مانولیس کالیسټراتوس ویلي، سمه ده چې د ورځې او کار په اوږدو کې د غرمې خوب ته وخت نه موندل کېږي، خو ښه به دا وي چې دغه لرغونی دود عملي شي. په اسلام کې قیلوله (د غرمې خوب) کولو ته مسلمانان هڅول شوي چې په حدیث کې ویل شوي:”د غرمې خوب وکړئ. ”