داعش د هغو بريدګرو ويډيو خپره کړې چې د ايران د خوزستان ولايت په اهواز ښار کې يې د سپاه پاسداران پر پوځي رسم ګذشت بريد کړی و.
ویډیو د اعماق په نامه په داعش پورې اړوند وېبپاڼې کې خپره شوې ده. په ويډيو کې ښکاري چې درې پوځي يونيفورم لرونکي وسله وال په يوه موټر کې سپاره دي، دوه په عربي او يو بل په فارسي ژبه خبرې کوي.
په ويډيو کې د اهواز بريد ته مشخصه اشاره نه کېږي، خو يو بريدګر پر سپاه پاسداران د بريد خبره کوي. بريدګر هم له داعش سره د خپل تړاو په اړه پکې څه نه وايي.
له دې ټولو سره سره د هغو کسانو تصویرونه چې په ویډیو کې لیدل کېږي، د هغو کسانو له تصویرونو سره چې د ایران سپاه پاسداران د اهواز تر بريد وروسته خپاره کړل، ډېر زیات ورته والی لري.
د اهواز د برید مسوولیت چې ٢٥ تنه پکې مړه او ٧٠ تنه نور پکې ټپیان شول د ایران د اسلامي جمهوریت دوو مخالفو ډلو پر غاړه اخیستی دی. له يوې خوا د ايران د عرب بېلتونپالو اړوند الاهوازيه حرکت ويلي چې بريد په دوی پورې تړلو وسله والو کړی او له بلې خوا داعش ادعا کړې چې د اهواز بريد د دوی کار دی.
له بلې خوا، سره له دې چې د بريدګرو هويت لا نه دی څرګند شوی، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او د ایران ولسمشر حسن روحاني د بريد پړه د امریکا پر متحدو ایالتونو او د امريکا پر سیمه ییزو متحدینو ور اچولې ده.