ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، د جمهوررئيس لومړی مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټیم غړو، ځینې ملي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم حضور درلود.
ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړل او وې ویل، د سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي. دغه راز یې د غونډې پر مهال د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.
په دې کتنه کې جمهوررئیس محمداشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې وې ویل، په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده. دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ.