وسله والو طالبانو د سولې په تړاو امریکا ته نوی خبرداری ورکړی دی. ددغه ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا له دوی سره د سولې په مذاکراتو کې رښتینې نه ده او له ټاکل شوې اجنډا هاخوا هڅه کوي له طالبانو سره پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي. په اعلامیه کې راځي چې امریکا همدا راز پر طالبانو د فشار راوستلو په موخه د ځينو هېوادونو په تطمیع کولو هم لاس پورې کړی دی چې دوی ته دا هم د منلو وړ نه ده.وسله وال طالبان وایي که امریکا په رښتیا غواړي چې له دوی سره سوله وکړي او دلته روانه جګړه پای ته ورسوي نو پر طالبانو دې له نورو لارو فشارونه نه راولي، بلکې په مستقیمه او رښتینې توګه دې پر ټاکل شوو موضوعاتو او اجنډاوو بحثونه ورسره وکړي. دوی همدا راز ګواښ کړی چې که امریکا له طالبانو سره رښتینې نه وي، سولې ته ژمنه نه وي، یا له سیاسي او نظامي لارو د خپلو اجنډاوو د تطبیق هڅه وکړي، نو طالبان به د سولې خبرې ورسره وځنډوي او خپلو نظامي فعالیتونو ته به نور هم زور او ادامه ورکړي. طالبانو د سعودي عربستان د ناستې تر لغوه کېدو وروسته دغه اعلاميه نن ناوخته خپره کړې ده. نن هم یو شمېر طالب سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي.