ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د سولې په اړه په هېواد کې د سیاسیونو ترمنځ هېڅ ډول د نظر اختلاف نشته دی. دده په وینا په دې اړه په کور د ننه بشپړه اجماع موجوده ده، خو ددې اړتیا ده چې سیمه ییزه اجماع هم پياوړې شي. نوموړي د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې دي. خلیلزاد له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هند، چین او پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل. په دې لیدنه کې د ګڼو سیاسیونو تر څنګ د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم ګډون کړی و. خلیلزاد ټینګار وکړ چې امریکا د افغان سولې لپاره هڅه کوي او دغه هڅې به ګټورې پایلې ولري. دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو پر پیلولو ټینګار کړی دی.