د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل ولایت او کوچیانو د حوزې د شکایتونو د ثبت په لومړۍ ورځ یې شاوخوا سل موارد ثبت کړي دي. د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني ویلي، د کابل ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت بهیر به د نن ورځې تر پایه دوام ولري. دده په خبره کمیسیون د شکایتونو فورمې وېشلې دي او هر څوک چې شکایت لري کولی شي دوی ته مراجعه وکړي او خپل شکایتونه ثبت کړي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۳۳ مخکښو کاندیدانو او همدارنګه د کوچیانو د حوزې د لس کاندیدانو ابتدايي پایلې اعلان کړې چې له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
دى کوچىان لىست کى اصلن 12نفره کوچىان باقى مانده ىى جاى خلک ىا دى کوچىانو په اصلاح دىشن دى