د کرنې په برخه کې د افغانستان د ځانبساینې په موخه د زرغون پاڅون په نوم د نړۍوالې کنفرانس لومړنۍ غونډه پرون په کابل کې ترسره شوه. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطفالله خیرخواه ویلي چې دغه کنفرانس کې به د فرصتونو پر رامنځه کولو او د افغانستان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو پر حل به تمرکز وشي. ټاکل شوې ده چې د زرغون پاڅون په راتلوونکې غونډه کې، بهرني او کورني متخصصان او د هېواد د پوهنتونونو استادان په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره خپلې طرحې شریکې کړي. د سکټوري وزارتونو استازي ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرایطو کې به د دغه کنفرانس له سمبالوونکو او د افغانستان د کرنې له سکټور سره همکارۍ ته چمتو وي. بلخوا، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال زیاتوي، چې دا به د نړۍوالو کنفرانسونو د جوړېدو په برخه کې وروستی ګام نه وي او په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته کنفرانسونه جوړ شي.