د ناټو لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او دوی خپل ځواکونه له دغه هېواد نه وباسي. داسې مهال چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو ګنګوسې خپرې کړې ناټو وايي دوی په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري نو له دې امله خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي. مارشال سټوراټ ویلي، تر هغه به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي چې دغه هېواد ته ثبات نه وي راغلی. هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه ټينګار کړی دی او وايي چې له کابل سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي. ناټو داسې مهال د خپلو ځواکونو د حضور خبره کوي چې د سولې لپاره د طالبانو لومړنی شرط د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو وتل دي. دوی ټینګار کوي چې د سولې د مذاکراتو لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان و ایستل شي.