امریکایي سناتور رانډ پاول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د ټرمپ د هغه پلان هر کلی کوي چې غواړي امریکايي ځواکونه له افغانستان ستانه کړي. دده په وینا ددې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې خپله جګړه ختمه او خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي. دغه امریکایي سناتور ټینګار کړی چې په افغانستان کې په جګړه لکېدونکې پیسې باید په امریکا کې د رغونې او امنیت په تامین ولګول شي. دده په خبره امریکا هر کال پر افغان جګړه ۴۶ میلیارده ډالر لګوي په داسې حال کې چې امریکا دې پیسو ته سخته اړتیا لري. دده په وینا امریکایي حکومت باید دا پیسې په امریکا کې د امنیت په تامین او د پولو په خوندیتوب ولګوي