د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر پرون د (چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي اصطکاک واقعيت او د چين دريّځ) په نوم يو سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي، د چين او امريکا اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او هم د نړۍ له سولې، سمسورتيا او ثبات سره اړه لري.
په دغه کتاب کې د چين اته نظريې څرګندې شوې: چين په کلکه توګه د خپل هېواد احترام او مرکزي ګټې ساتي. چين له امريکا سره د اقتصادي او تجارتي اړيکو د مناسب پرمختګ د هڅولو لپاره په ټينګه سره کوښښونه کوي. چين د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم د بشپړولو لپاره د اصلاحاتو ساتنه او هڅونه کوي. چين توليدي حق او د پوهنې ملکيت حق په کلکه توګه ساتي. چين په کور د ننه د بهرنيو سوداګرو قانوني حقونه ساتي. چين په ټينګه سره اصلاحات ژور او ورخلاصون پراخ کوي. چين له نورو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کوي. چين د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې له جوړېدو څخه کلک ملاتړ کوي.