کندهار کې یوه پوليس پر خپلو ملګرو برید کړی ۵ پوليس وژلي او وسلې يې له ځان سره وړې دي. پېښه نن سهار وختي د پنجوايي ولسوالۍ په موشان پوسته کې رامنځته شوې ده. د کندهار یوه امنیتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته وویل، برید کوونکی پوليس تر پېښي وروسته د نورو وسله والو په مرسته له سیمې تښتېدلی دی. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائید کړې خو وايي، چې په اړه به يې جزیات وروسته خپاره کړي. په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې د پېښې پړه منلې او زیاته کړې يې ده چې برید کوونکی د دوی ملګری و.