د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر (یو،ان،او،پي، اس) له عمومي رییس نیکولاس جورج او د دې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره کتلي. په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزیر، چې کرنه د بشر د خوراکي توکو سرچینه ده، له شک پرته د افغانستان کرنه به هم د نړۍ د خلکو لپاره د خوراکي توکو د تولید یوه ښه سرچینه وي. نوموړي د کوکچې سیند پر اهمیت خبرې کړې، چې د بندونو او د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو په پار مناسب ځای دی او د غور ولایت د مرغاب سیند یادونه او د اوبولګولو په برخه کې يې مديريت مهم بللی دی. د کرنې سرپرست وویل، چې افغانستان د کرنې لپاره کافي اوبه او مناسبه خاوره لري، چې مناسب مدیریت ته اړتیا لري، ترڅو ترې په اغېزناکه توګه ګټه پورته شي.