په هرات ولایت کې د زعفرانو د انسټیټیوټ ودانۍ د بنسټ ډبره ايښودل شوې ده. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا ودانۍ چې د ۸۵.۸ ملیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي د زعفرانو لپاره به د ترویج، تحقیق او بازار موندنې امورات پکې تر سره کېږي. د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل، چې یاد انسټیټوټ به په افغانستان کې لومړنی او په وسایلو سمبال انسټیټوټ وي. په ورته وخت کې ترکیه وایي سږ کال به له افغانستانه ۳۰۰ کیلو زعفران واخلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې بزګرانو او زعفران کارانو په وار وار ویلي وو چې زعفران یې دلته په کمه بیه خرڅېږي او د ایران په مارکه نورو هېوادونو کې په ګرانه بیه پلورل کېږي. دوی غوښتنه کړې وه چې د دې کار د مخنیوي لپاره په کار ده چې په هېواد دننه د زعفرانو د تولید او پروسس لپاره مهم او اساسي کارونه تر سره شي.