ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی. امریکايي سناتور رانډ پاول چې پرون یې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل حتمي بللي وو، تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی. پاول له ټرمپ سره د سناتورانو تر اوږدې جلسې وروسته دغه خبرې رسنیو ته کړې دي. هغه ویلي له ټرمپ سره یې د افغان جګړې په اړه اوږده بحثونه کړي او هغه ژمنه کړې چې له افغانستان به خپل ځواکونه وباسي. دده په خبره په افغانستان کې پر جګړه لګېدونکې پیسې به د امریکا د رغونې او داخلي امنیت لپاره لګول کېږي. ددغه امریکايي سناتور په وینا ټرمپ سل سلنه ډاډ ورکړی چې له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دی او د یوه پلان له مخې به خپل ځواکونه امریکا ته ستنوي. تر دې وړاندې هم ویل شوي وو، چې ټرمپ له افغانستان د اوو زرو عسکرو د ایستلو پلان لري، خو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.