د امریکا د حکومت یوې ډلې پخوانيو چارواکو د يوه ليک په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د ایران په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره له دغه هېواد سره جګړه پېښولی شي.
دا ډله چې له اټومي وسلو د ایران د مخنیوي ملي ائتلاف نومېږي پر ایران د سپینې ماڼۍ سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیک فشار نیمګړی بولي او وايي چې له تهران سره باید جدي تعامل وشي.
دغه کسان چې تر ډېره د ډونالډ ټرمپ د حکومت منتقدان او له ایران سره د اټومي تړون ملاتړي دي په خپل بیان کې زیاتوي: «له ډيپلوماټیک غوراوي پرته یو لوریز بندیزونه او فشار له ایران سره خطرناکه سیمه ییزه ورانوونکې او دوامداره جګړه پېښولی شي».
د بېل کلنټن د وخت د بهرنیو چارو وزیرې مېډلین البرایټ، د کانګرېس پخواني غړي لي همېلټن او د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر جېمز کلاپر هم دغه لیک لاسلیک کړی دی.
په تهران کې د امریکا د سفارت پخواني کارکوونکي جان لېمبرټ او د جیمي کارټر په حکومت کې د سپینې ماڼۍ یوه نامتو چارواکي ګري سېک هم دا بیان لاسلیک کړی دی.
لاسلیکوونکي د امریکا د حکومت دا تور تاییدوي چې ایران د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د خپلو ملاتړو وسله والو ډلو سره د سیمې ټیکاو ګواښي؛ خو دوی وايي، واشنګټن په څو اړخیز چوکاټ کې او د فشار او ډيپلوماسۍ په کارولو سره ایران مهارولی شي.
د دوی په خبره، د تهران په تړاو د واشنګټن اوسنۍ تګلار د ډيپلوماسۍ لپاره ډېر څه نه لري او غوراوی یې یوازې د تهران تسلیمېدل یا جګړې ته تیارېدل دی.
دوی د ډونالډ ټرمپ له حکومته غواړي چې له ایران سره اټومي تړون ته ور وګرځي او په دې سره په سیمه کې د ایران له ټولو غير اټومي چارو سره چلن وکړي.
دا لیک په داسې مهال دی چې د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې له ایراني چارواکو سره لیدنې ته چمتو دی.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا هم ویلي چې د ده په وینا د ایران رښتينی مشر ایت الله خامنه يي دی او ټرمپ له هغه سره هم لیدنې ته چمتو دی.
د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي نیولې تر ولسمشر حسن روحاني او بهرنیو چارو وزیر پورې ایراني چارواکو بيا تېره اونۍ ویلي وو چې په اوسنیو شرایطو کې له امریکا سره خبرې نه کوي.