ګلوبل پوسټ نشریه لیکي امریکايي حکومت په افغانستان کې خپل پلانونه عملي نه شوی کړی او د کلونو په تېرېدو په دې بریالۍ نه شوه چې دلته روانه جګړه ختمه کړي. ددغه نشریې په باور په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ خونړۍ کېږي، لا ډېرې سیمې د طالبانو لاس ته ورځي او په دې منځ کې امریکا د وتلو خبره کوي. سرچینه کاږي د افغان جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره هم ناکامه شوه، نه یوازې دا چې ترهګر یې و نه ځپل بلکې دغه ډلې پياوړې شوې او جګړې یې شدیدې کړې. سرچینه همدا راز زیاتوي چې امریکا په ناڅاپي او بې پلانه توګه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې هڅې پيل کړې، سره له دې چې دا پر ځای ګام دی، خو د پام وړ لاس ته راوړنې نه لري. نشریه لیکي امریکا ته په کار ده، چې د افغانستان پر مسئله خپل تمرکز ډېر کړي او د بې پلانه او پاشلو هڅو له لارې دې په افغانستان کې وضعیت تر دې نه خرابوي.