طالبان په سیمه کې پراخ ملاتړ لري نو د جګړې له لارې یې ماتول ستونزمن کار دی. عرب نیوز ورځپاڼه په خپله یوه اوږده مقاله کې د افغانستان روانې جګړې او د سولې هڅو ته کتنه کړې ده. ددغه ورځپاڼې په خبره په افغانستان کې د ۱۸ کلونو په تېرېدو روانه جګړه کنټرول نه شوه، خو برعکس ورځ تر بلې تودېږي او لمن یې پراخېږي. ددغه ورځپاڼې په باور نه طالبان د جګړو له لارې د ماتې وړ دي او نه هم امریکا د خپل عزت د خوندي کولو لپاره په بشپړه توګه له افغانستان وځي. په مطلب کې راځي طالبان په سیمه کې د پاکستان په څېر قوي ملاتړي لري او په کور د ننه هم ځینې کړۍ شته چې ددغه ډلې ملاتړ کوي. سرچینه کاږي د افغان جګړې د ختمولو لپاره اوږدو مذاکراتو ته اړتیا ده، چې طالبان، امریکا او افغان حکومت روښانه او واضح هوکړو ته ورسېږي، څو دلته روانه جګړه ختمه شي.