د جمیز ټاون فونډېشن په نامه یو څېړنیز مرکز وايي روسیه له کلونو راهیسې له امریکا غواړي چې په افغانستان کې خپله تګلاره مسکو ته روښانه کړي. سرچینه لیکي خو امریکا د مسکو له غوښتنو سره سره لا هم دا نه ده په ډاګه کړې چې په افغانستان کې ددوی اصلي هدف څه دی او ولې روانه جګړه دومره اوږده شوې ده. په مطلب کې راځي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په روانه اونۍ کې هم په یوه غونډه کې پر دې بحث کړی چې امریکا باید په افغانستان او سوریه کې د خپلو تګلارو په اړه وضاحت ورکړي څو د سیمې هېوادونه وکړی شي د جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي. روسیې ویلي چې دوی لا هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پلویان دي او په همدې موخه یې د مسکو غونډه جوړه کړه. دغه وزارت زیاته کړې چې امریکا د روسیې له هڅو سره سره لا نه ده تیاره چې مسکو د افغان جګړې په ختمولو او سولې راوستلو کې همکاري وکړي.