نن د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره فرامرز تمنا او د هغه دوه مرستیالانو نوملیکنه کړې ده. دوکتور فرامرز تمنا او د هغه دواړه مرستیالان د پوهنتون استادان دي. د هغه لومړی مرستیال سید قیاس سعیدي او دویم مرستیال یې دوکتور محمد امین رشادت نومېږي. تمنا هیله څرګنده کړې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو پاکې وي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړی شي چې د خلکو حقوق پر ځای کړي. تر ده وړاندې شپږو نورو کسانو هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي دي.