د چين د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي جای جون په دې وروستيو ورځو کې د فلسطین، اسرائيلو، مصر او سعودي عربستان په شمول د منځني ختيځ هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو له مسئولينو سره ټېليفوني خبرې اترې کړې، چې د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ د کړکېچن وضعيت په اړه يې د نظريو تبادلې کړې، څو اوسنی وضعيت ارام ، عام خلک خوندي او د بشري بحران مخنيوي وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۳مه يوې مطبوعاتي غونډې ته وویل، چې استازي جای جون په تېليفوني خبرو اترو کې زیاته کړې، چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې د حل لپاره دې د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ سوله ييز مذاکرات تر سره شي، د سولې خبرې اترې دې بيا پيل شي او خپلواک فلسطين دې جوړ شي. جای جون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې خپله مسئوليت تر سره او د سوله ييز بهير د اعاده کېدو لپاره زمينه برابره کړي.
د وانګ ون بين په وينا، هېواد يې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي، چې د وضعيت د لا سختېدو د مخنيوي او د بشر دوستۍ د نړيوال قانون د ساتنې په برخو کې مهم رول ولوبوي.