افغان طالبانو یو شمېر پاکستانيو دیني عالمانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان په راتلونکې ګډه غونډه کې ګډون ونه کړي.
پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼه لیکي، د طالبانو په دې لیک کې ویل شوي، که امریکایان په افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزې زیاتې کړي.
د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د افغان حکومت یوه بنسټیزه غوښتنه ده چې ویل کېږي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پرمهال پرې هوکړه شوې ده او په پام کې ده چې اسلام اباد به یې کوربه وي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانې جګړې دیني اړخ څېړل کېږي، هغه څه چې د ځینو څارونکو په وینا طالبان یې له امله اندېښمن دي.
ډیلي ټایمز لیکي د افغان حکومت او پاکستان باخبرو سرچینو ورته ویلي چې د دې غونډې لپاره تیاری روان دی.
ورځپاڼې د سرچینو په حواله زیاته کړې، افغان لوری به د پاکستان حکومت ته د هغو پاکستاني دیني عالمانو نوملړ ورکړي چې دوی فکر کوي پر طالبانو اغېز لري.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په اندونيزيا او قطر کې هم د ځينو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو غونډې جوړې شوې چې په هېواد کې يې روانه جګړه ناروا بللې ده. په دغو غونډو کې پاکستاني عالمانو يا ګډون نه دی کړی او يا يې هم تر غونډو وروسته د نړۍ د ديني عالمانو فتواګانې ننګولې دي.