د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې وخت مخ پر خلاصېدو دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي هغه کسان چې غواړي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي، ژر تر ژره دې دغه کمیسیون ته ورشي. ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ویلي چې دنوملیکنې موده یوازې درې ورځې پاتې ده او په هېڅ صورت د تمدید وړ نه ده. هغه پر نوماندانو غږ کړی چې په ټاکلې موده کې دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته مراجعه وکړي او نوملیکنه دې وکړي. سادات داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر اویاوو ډېرو کسانو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون معلوماتي بستې تر لاسه کړې دي، خو یوازې اوو کسانو تر دې دمه په رسمي توګه نوملیکنه کړې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روانې میاشتې تر پایه د نوملیکنې لپاره احتمالي نوماندانو ته وخت ورکړی دی.