د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر سر تفاهم کم شوی دی. د دغه بنسټ سرپرست حکمت اعظمي وایي، طالبان اوس دې پایلې ته رسېدلي چې خلیلزاد پر مهمو مسایلو د پرېکړې صلاحیت نه لري، نو ځکه د نوموړي هڅې د ناهیلۍ پر لور روانې دي. نوموړي په ابوظبۍ کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په شویو ژمنو نه عمل او د راتلونکې غونډې د ځای پر سر د خلیج هېوادونو اختلافونه او جنجالونه د دغو هڅو د کمرنګه کېدو اصلي لاملونه وبلل. د یادونې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د خلیلزاد په حواله ویلي، که طالبان سوله کوي دوی خبرو ته چمتو دي او که جګړه کوي نو امریکا هم جګړې ته پوره چمتوالی لري.