پاکستان هڅه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې ناسته جوړه کړي. د پاکستاڼۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان د طالبانو مشرتابه ته د یو پیغام په استولو سره له یادې ډلې غوښتنه کړې چې روانه اوونۍ په اسلام اباد کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي. سرچینې د خبریال او څيړونکي اسماعيل خان د سرچينو له قوله د ليدنې هيله څرګنده کړې او زياته کړې يې ده ٖچې پاکستان ته د خلیلزاد سفر هم له همدې امله ځنډول شوی وو څو یاده ډله په همدې تړاو خپلو کې مشوره وکړي. که څه هم طالبانو او پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي وو چې زلمی خليلزاد د اسلام اباد سفر کوي خو دا سفر بیا د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېد.



































