ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د یوې ټلیفوني اړیکې له لارې د افغانانو په مالکیت د سولې پر روانو هلو ځلو خبرې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر روانې پروسې او همکاریو هم خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي چې په دغو تلیفوني خبرو کې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړې او عمران خان د بلنې په منلو سره له ولسمشر غني نه هیله کړې چې په یو مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.