د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان له پرونۍ بريا وروسته افغانانو دغه بریا په هېواد دننه او بهر په جوش او ولولو سره ونمانځله. د ګڼو ولایتونو خلک واټونو ته راووتل او دغه بریا یې په خوشحالۍ او اتڼونو سره ونمانځله. د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو ویلي، چې له پاکستانه د لوبې ګټل موږ ته د نړیوال جام د ګټلو په مانا دی. دغه راز د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني، حامد کرزي، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بریا مبارکي ورکړې ده. د کرکټ نړيوال جام په سیالیو کې افغان لوبډلې له پاکستانه په اتو وېکټو دغه سيالي وګټله. افغانستان راتلونکې لوبه په پونې کې له سریلانکا سره لري. افغانستان د څلورو پواينټونو په لرلو سره په جدول کې په شپږم نمبر دی. هند د ۱۰ نومرو په لرلو سره په لومړي ځای دی، ورپسې نيوزيلنډ، سوېلي افريقا او اسټراليا دي.